تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریال ماډرېډ د اروپا فوټبال اتلانو لیګ وګاټه
د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې ریال ماډرېډ لوبډلې لېورپول ته ۰ـ ۱ ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ د فرانسې په سټېډ دي فرانس لوبغالي کې ترسره شوې.
د دغې سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې چا ګول ونکړ. خو دویمه نیمایي کې د ریال ماډريډ وېنېشس ګول وکړ.
لېورپول له ډېرو هڅو وروسته هم ونتوانېد چې په ځواب کې ګول وکړي او لوبه یې وبابلله.
ريال ماډرېډ لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې هم لېورپول ته د اروپا اتلانو ليګ پايلوبه کې ماته ورکړې وه.
ریال مادرید لوبډلې د پارسن جرمن، چلسي او منچېسټرسیټي لوبډلو پر وړاندې د لوبو له ګټلو سره د دغه لیګ پایلوبې ته رسېدلې وه.
بل پلو لېورپول لوبډلې اېنټرمېلان، بنفیکا او ویاریال لوبډلو ته ماته ورکړې او دغې پایلوبې ته یې لار موندلې وه.
دا د اروپا لیګ اتلانو کې د ریال ماډريډ او لېورپول لوبډلو څلورم ځل وو چې پايلوبه کې يې سيالي کوله.
ریال ماډريډ لوبډلې تر اوسه ۱۵ ځله په دغه لیګ کې اتلولي خپله کړې خو لېورپول فوټبال لوبډله ۶ ځله توانېدلې، چې د دغه لیګ پایلوبه وګټي.