نورستان کې خونړی سېلاب؛ ۲۰ کسان مړه او د پارون د ښاروال په ګډون له سلو ډېر نور بې‌درکه دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې پر ورځ (د جولای ۲۰مه) د شړکنده باران پایله کې راوتلو سېلابونو پراخه مرګژوبله او ویجاړي اړولې ده.

د لومړنیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه د لږترلږه ۲۰ کسانو مړینه تایید شوې او ویل شوي چې تر سلو ډېر نور بې‌درکه دي.

دا شمېر د طالبانو حکومت کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې شریک کړی او ویل یې دي، چې د بدلون احتمال پکې شته دی.

دغې ادارې همدا راز له ۸۰ د ډېرو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د نورستان والي زین العابدین رسنیو ته ویلي، چې په بې‌درکه کسانو کې د پارون ښاروال، د لومړي کنډک قوماندان، د دوی ځینې همکاران او نور دولتي کارکوونکي، عام ځايي خلک او هټیوال او همدا راز نورستان ته په چکر یو شمېر ورغلي سیلانیان شامل دي.

هغه د خپل حکومت له مشرانو، مرستندویه موسسو او سوداګرو وغوښتل چې په دې سخت وخت کې د نورستان د خلکو مرسته او ملاتړ وکړي.

بلخوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی د حکومت "اړوند ارګانونه ټول د باقي خلکو د سر او مال د نجات لپاره لاس په کار شوي، ان شاءالله چې ښه رسیدګي به وشي."

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې ویلي، چې د دوی د ټیمونو له لوري د زیانونو د سروې او ارزونې بهیر روان دی.

تر ټولو ډېره مرګژوبله او ویجاړي په مرکز پارون کې اوښتې، خو له نورو سیمو هم د مالي او ځاني زیانونو رپوټونه ورکړ شوي دي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې دغه ناڅاپي غټ سېلاب په پارون کې د ښاروالۍ ریاست ودانۍ، مېلمستون، څو لوی او واړه هوټلونه، مارکېټونه، هټۍ او د استوګنې ځینې کورونه وړې دي.

ډېر زیان هم هغو ودانیو ته اوښتی چې د پارون له منځه د تېرېدونکي سیند غاړو څنډو ته جوړې شوې دي.

د یادونې ده چې د پارون بازار او ځینې حکومتي ودانۍ هم د همدغه سیند څنډو کې پرتې دي.

دا چې دغه سیلاب د ورځې له مخې راوتلی نو بازار او رسمي ادارې پرانیستې او ګڼ شمېر خلک پکې وو.

تر سیلاب وروسته په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري چې اوبو ډېرې لویې ډبرې له ځان سره راوړي، د پارون پل یې نړولی او د ښار سړک هم تر ډېره تر خاورو، خټو لاندې شوی دی.

نورستان د زرغون غرني طبیعت، شنو درو او روانو اوبو د درلودو له کبله مشهور دی او دا چې د کال په دې فصل کې هوا توده وي، نو ګڼ شمېر سیلانیان په میله او چکر ورځي.

دغه ولایت په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان ملي پارک اعلان شو او تر هغې وروسته د سیلانیانو لا ډېر پام ور واوښت.

د کال په دې موسم کې په نورستان کې او د افغانستان نورو ولایتونو دا ډول درانده ورښتونه او سیلابونه بې‌ ساري دي.

اوس د طالبانو حکومت د ترانسپوت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی، چې همدا سبا (سې‌شنبه او چارشنبه) هم په پکتيا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د خاورو، دوړو، تېز باد او تالندې سره د مله درانده باران او سېلابونو د امکان خبر ورکړی دی.

دغه ریاست او پېښو سره د مبارزې د چمتووالې ادارې د دغو ولایتو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې د سیندونو غاړو او د سیلاب له خطر سره مخامخ سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له اړخه د ډېرو زیانګالو او اغېزمنو د لیست د سر په هېواونو کې دی.

دغه هېواد که څه هم له یوې خوا له وچکالۍ کړېږي، خو له بلې خوا پکې بې‌وخته درانه ورښتونه د سېلابونو د راوتلو لامل ګرځي، چې ډېر وخت مرګژوبله هم اړوي.

د روان کال اپرېل کې په افغانستان کې ورښتونو اوسېلابونو شاوخوا ۱۵۰ او ورپسې مې میاشت کې لږترلږه ۲۴ کسان وژلي وو.

خیبرپښتونخوا کې هم سیلابونو ۲۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

له نورستان سره پر ډیورنډ کرښه بلې غاړې ته د پراته لوړ دیر او باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تېزو ورښتونو پایله کې راوتلو سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغلته د ناورین د مدیریت ایالتي ادارې (پي‌ډي‌اېم‌اې) ویلي، چې په پېښور، لنډي کوتل، خیبر، مردان، بونیر، چترال، ایبټ اباد، مانسېره، تورغر او کرمه کې د ورښتونو او سیلابونو پایله کې د کورونو د چتونو او دیوالو نړېدو پېښو کې لږترلږه ۱۲ کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.‌

د دې ادارې په وینا په وژل شویو کې شپږ سړي، پنځه ماشومان او یوه ښځه ده.

په لنډي کوتل کې ۱۱۲۲ ژغورنډلې ویلي، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پر کډو بار تر ۱۰۰ ډېر موټرونه یې د سېلاو له خطره خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

دغلته راوتلو سېلابونو درې موټرونه هم وړي چې د چارواکو په وینا د شپږو کسانو مړي ترې ترلاسه شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د ناورین د مدیریت اداره وايي، په دغه ایالت کې په ټولیز ډول څوارلسو کورونو ته زیان اوښتی او د دې امکان شته چې تېز باران تر پنجشنبې (د جولای تر ۲۳مې) په وقفه‌يي ډول دوام ومومي.‌