د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې

    • Author, پالاب ګوش
    • دنده, ساینسي خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې.

د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي.

هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.

که څه هم هېلیم د ژوند ملاتړ نه شي کولای، خو څېړونکي وايي، ښايي د فضا په ټیټو برخو کې نور ګازونه هم موجود وي.

د دې څېړنې مخکښ لیکوال، د هارورډ پوهنتون ډاکټر کولین چیروبیم دا موندنه "ډېره مهمه" بللې ده.

هغه ویلي: "دا لومړی ځل دی چې د بلې ستورې د ژوند وړ سیمه کې د یوې ډبرینې سیارې فضا موندل کېږي".

دا سیاره LHS 1140 b نومېږي، له ځمکې ۴۸ نوري کاله لرې ده او له یوه واړه او یخ ستوري شاوخوا څرخي.

تر اوسه له ۶ زرو ډېرې سیارې د لرې ستورو په مدار کې موندل شوې دي، خو دا موندنه ځکه ځانګړې ده چې ساینس یو ستر هدف ته یو ګام نور هم نژدې کوي: له ځمکې بهر د ژوند موندل.

د "ساینس" مجلې په خپره شوې څېړنه کې څېړونکي ټینګار کوي چې دوی تر اوسه د ژوند نښې نه دي موندلې.

د دوی په وینا، د دې لپاره چې یوه سیاره د ژوند ملاتړ وکړای شي، باید اوبه ولري او د اوبو د شتون لپاره باید له خپل ستوري په مناسب واټن کې وي؛ نه دومره نژدې چې ډېره توده وي او نه دومره لرې چې ډېره سړه وي.

ستورپوهان دې سیمې ته د "ګولډیلاکس سیمه" نوم کاروي؛ یعنې هغه واټن چې شرایط پکې د ژوند لپاره "سم او مناسب" وي.

تر اوسه د خپلو ستورو په ګولډیلاکس سیمه کې سلګونه سیارې موندل شوې دي، خو یوازې څو لسګونه یې د ځمکې په څېر کوچنۍ او ډبرینې دي او تر اوسه د هېڅ یوې فضا نه وه موندل شوې.

خو د دې سیارې په فضا کې تر اوسه یوازې هېلیم موندل شوی، چې ښايي د فضا په لوړو برخو کې وي خو یوازې په خپله د ژوند لپاره مناسب نه دی.

څېړونکي وايي، امکان لري چې د فضا په ټیټو برخو کې د ژوند لپاره نور مناسب ګازونه هم موجود وي.

د هارورډ پوهنتون بل څېړونکي ډاکټر ډېوېډ شاربونو وویل: "خلک تل د دې لویو پوښتنو ځواب غواړي: ایا موږ یوازې یوو؟ ایا له ځمکې او زموږ له لمریز نظامه بهر ژوند شته؟ د دې څېړنې ارزښت دا دی چې د لومړي ځل لپاره د بلې ستورې د ژوند وړ سیمه کې د یوې ډبرینې سیارې فضا موندل شوې ده."

(LHS 1140 b) یوازینۍ هغه سیاره نه ده چې د ژوند د نښو په لټه کې تر څېړنې لاندې ده.

(K2-18b) چې د "فرعي نېپچون" په نوم پېژندل کېږي او ښايي دننه د اوبو بډایه جوړښت ولري، هغه مهال د پام وړ شوه چې ساینسپوهانو پکې د ډایمیتیل سلفایډ نښې وموندلې؛ هغه ګاز چې پر ځمکه له سمندري ژوند سره تړاو لري.

خو په ۲۰۲۵ کال کې د ناسا په مشرۍ یوې بیا کتنې وښودله چې دا نښه دومره پیاوړې نه وه چې شتون یې تایید کړي او دا ګاز له ژوند پرته هم رامنځته کېدای شي.

د (TRAPPIST-1) منظومې اووه ډبرینې سیارې هم لا هم د ساینسپوهانو د پام وړ دي.

د ناسا جېمز وېب فضايي ټېلسکوپ څرګنده کړې چې TRAPPIST-1d د ځمکې په څېر فضا نه لري، خو د TRAPPIST-1e په اړه ترلاسه شوي معلومات لا هم روښانه او پرېکنده نه دي.