تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د دې راپورونو له خپرېدو وروسته، په کابل کې د ازبکستان سفارت سملاسي اړینې ارزونې ترسره کړې.
په اعلامیه کې راغلي:
''د روان کال د جولای پر ۱۶مه، زموږ سفارت په کابل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا یو رسمي تکذیبي لیک ترلاسه کړ.''
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغه لیک کې ټینګار شوی چې:
''ځینې کړۍ او رسنۍ کله نه کله هڅه کوي چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د باور فضا او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته زیان ورسوي او د واقعیتونو په تحریف او ناسم تفسیر سره خپلو مغرضانه موخو ته ورسېږي.''
په دغه تکذیبي لیک کې دغه راز راغلي:
''د ورور هېواد ازبکستان په اړه زموږ دریځ روښانه او څرګند دی. دا خاوره د امام بخاري په څېر د اسلامي امت د ډېرو سترو علماوو ټاټوبی دی. د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ژورې دیني، تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې شته. موږ دغو اړیکو او ګډو ارزښتونو ته ځانګړی اهمیت ورکوو.''
په دغه لیک کې ویل شوي دي:
''له همدې امله، هغه څرګندونې او خبرې چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په منفي ډول ازبکستان ته منسوبې شوې دي، له واقعیت سره هېڅ ډول سمون نه لري. موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو او د واقعیتونو تحریف یې بولو.''
په لیک کې دغه راز راغلي:
''موږ باور لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ، متقابل درناوي او ښو اړیکو فضا به په راتلونکې کې لا نوره هم پیاوړې شي.''
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې او د هغې ادعا په اړه وضاحت ورکړی چې ګواکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي ویلي وو: ''په ازبکستان کې یوازې د اسلام نوم پاتې دی.''
ویل کېږي چې دغه څرګندونې د یاد وزارت د ویاند سیفالاسلام خیبر پر اېکس حسابپاڼه خپرې شوې وې او وروسته لېرې کړل شوې دي.
کله چې بي بي سي د دې موضوع په اړه له سیفالاسلام خیبر څخه د هغه ټویټ په اړه پوښتنه وکړه چې ده ته منسوب شوی و، نوموړي له نورو توضیحاتو پرته یوازې د اېکس د یوې پاڼې انځور واستاوه او ویې لیکل:
''رسمي ټویټر پاڼه همدا ده.''
دغه حساب د ''سیفالاسلام خیبر'' په نوم فعالیت کوي، نه د ''سیف خیبر'' په نوم، هغه حساب چې د ده په نوم منسوب جنجالي ټویټ سکرین شاټونه یې اوس په ټولنیزو شبکو کې لاس پر لاس کېږي.
یاد ټویټ اوس مهال د ''سیف خیبر'' په حساب کې هم نه لیدل کېږي.
په هغه پیغام کې د محمد خالد حنفي له قوله ویل شوي وو:
''تاسو د بخارا، سمرقند او ترمذ له تاریخه خبر یاست. دا هغه سیمه ده چې امام بخاري او امام ترمذي په څېر ستر شخصیتونه پکې وو. خو نن سبا هلته اسلام یوازې په ژبو پاتې دی، ځکه هلته علماوو دین یوازې حکومت ته پرېښود.''
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت هم په خپلې اعلامیه کې هغه راپورونه رد کړي چې ادعا یې کوله: ''په ازبکستان کې یوازې د اسلام نوم پاتې دی.''
د دغه وزارت ویاند امانالله فیضياف د Portal24.uz ویبپاڼې سره په خبرو کې دا راپورونه ''په بشپړه توګه بې بنسټه'' او ''ناسم معلومات'' بللي دي.
په راپور کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې یادې څرګندونې په رسمي ډول نه دي خپرې شوې او د افغانستان د رسمي رسنیو لخوا هم نه دي بیا خپرې شوې.
د نوموړي په وینا، د ازبکستان سفیر د دې موضوع په تړاو د طالبانو د حکومت له استازو سره خبرې کړې دي، او د دواړو خواوو ترمنځ شته ابهامات لېرې شوي او موضوع روښانه شوې ده.
د راپورونو له مخې، هغه څرګندونې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي ته منسوبې شوې، ظاهراً د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۲۰مه د افغانستان د سوېل ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو سره د پکتیا ولایت په یوه غونډه کې شوې وې.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د طالبانو له خوا د رامنځته شوي اسلامي نظام دفاع وکړه او دیني عالمان یې د ''اسلام د ساتنې او پالنې'' لپاره وهڅول.