اسپانیا نړیوال جام وګاټه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې ارجنټاین ته یو – صفر ماته ورکړه.

اسپانیا لپاره د بریا دغه یوازنی ګول فېران توریز د اضافي وخت په ۱۰۶مه دقیقه کې وواهه.

دا دویم ځل شو چې اسپانیا د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټي. دغه هېواد لومړی نړیوال جام په ۲۰۱۰ کال کې ګټلی و.

اسپانیا سږ کال د اروپا اتلولي هم ګتلې وه او ارجنټاین د خپلې نړیوالې اتلولۍ دفاع کوله.

د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ پایلوبه له دې کبله اضافي وخت ته غځېدلې وه چې په اصلي وخت یې یوه لوبډله هم د ګول پر وهلو بریالۍ نه شوه.

د دویمې نیمايي په اضافي وخت د ارجنټاین منځ‌ډګري اېنزو فرېناندېز ته له دې کبله سور کارت ورکړ شو، چې د اسپانیا پر مدافع پایو کوبارسي یې خطا ترسره کړه.

ارجنټاین له ۱۰ لوبغاړو سره د اسپانیا پر وړاندې لوبې ته دوام ورکوي.

د ارجنټیاین لېونل مېسي او د اسپانیا لامین یامال، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینه‌وال لري، د سیالۍ له پیله په خپلو لوبډلو کې اخیستل شوي دي.

مېسي په سږني نړیوال جام کې ۸ او په ټوله کې د نړیوال جام سیالیو کې ۲۱ ګولونه وهلي، چې د فرانسې د کېلیان اېمباپې له ۲۲ ګولونو وروسته تر ټولو ډېر دي.

دا چې اېمباپې د تېر نړیوال جام په څېر سږني نړیوال جام کې هم تر ټولو ډېر یعنی ۱۰ ګولونه کړي وو، نو دا ځل یې هم د زرین بوټ (ګولډن بوټ) جایزه یې ترلاسه کړه.

د سږني نړیوال جام د طلايي دستکشې جایزه بیا د اسپانیا ګول ساتونکي اونای سایمون ترلاسه کړه.

هغه د سږني نړیوال جام د پایلوبې او نیمه‌پایلوبې په ګډون اووه سیالۍ د کوم ګول له خوړلو پرته ترسره کړې او په ټول نړیوال جام کې یې یوازې یو ګول وخوړ.

د پایلوبې له پیلېدو مخکې په نیوجرسي لوبغالي کې د سږني نړیوال جام د پای ته رسېدو رسمي مراسم هم ترسره شول.

د اسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د نړیوال جام د پایلوبې لومړۍ نیمايي له ګول پرته پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ کې له پیله له اسپانیا سره د توپ مالکیت ډېر و او په وار وار یې د ارجنټاین د ګول پر لور شوټونه ووهل، خو ارجنټایني ګول ساتونکي راوګرځول.

ارجنټاین که څه هم په لومړۍ نیمايي کې اسپانیا ته د ګول کوم جدي خطر پېښ نه شو کړای، خو اټکل دا و چې په سږني نړیوال جام کې د خپلو څو تېرو سیالیو په څېر به په دویمه نیمايي کې حملې ډېرې کړي.

خو اسپانیا د دغه کار اجازه ورنه کړه.

د یادونې ده چې د امریکا پر متحدو ایالتونو سربېره، کاناډا او مکسیکو هم د فوټبال د سږني نړیوال جام شریک کوربانه وو.

دوی که څه هم ګروپې سیالۍ ښه پیل کړې، خو وروستي په حذفي پړاو کې یو بل پسې له سیالیو ووتل.

تر دې یوه شپه ورمخکې د انګلنډ او فرانسې ترمنځ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام پر سر سیالي وه، چې انګلنډ د ۴ څلورو پر وړاندې په ۶ ګولونو وګټله.