بحرین: د ایران توغندیز او ډرون بریدونه مو شنډ کړل
د بحرین پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو پر وړاندې یې دفاعي اقدامات کړي دي.
په دې تړاو یوه اعلامیه کې راغلي:
''د بحرین د دفاعي ځواکونو د هوايي دفاع سیسټمونو د یکشنبې په ورځ په ټینګې ارادې او لوړ کچ جګړهییز چمتووالي سره د ایران څو هوايي بریدونه شنډ او له منځه یوړل.''
اعلامیه زیاتوي:
''د ملکي وګړو او شخصي شتمنیو د په نښه کولو لپاره د توغندیو او ډرونونو قصدي کارول، د نړیوالو بشرپالو قوانینو څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.''
د بحرین پوځ له خلکو هم غوښتنه کړې چې:
''له احتیاطه کار واخلي او هر هغه ناپېژندلی یا شکمن شی ته، چې د ایران د بریدونو له پاتې شونو وي، نژدې نه شي. د داسې څیزونو د لیدلو په صورت کې باید ژر تر ژره اړوندو چارواکو ته خبر ورکړل شي.''