خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.

پولیسو د بې اسناده اوسېدونکو پر ضد "پراخ عملیات" پیل کړي دي.

د ټولنې غړو او چارواکو ویلي، د شمالي ولایت چارواکو د حکومت د پراخ فشار د یوې برخې په توګه د کورونو نړول، د سړکونو پر غاړه د هویت اسنادو پلټنې او افغانانو ته د وتلو امرونه کړي دي.

له پېښور ښاره په لږ واټن کې د متني سیمې اوسېدونکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چارواکو د جولای په میاشت کې د افغان مېشت ځای له شاوخوا ۲۰۰ کورونو څخه ګڼ شمېر ویجاړ کړي دي.

۵۰ کلن نجیب الرحمن وویل، هغه لومړی هڅه وکړه چې له خپل کوره د پلار درمل او د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد راوباسي.

هغه وویل: "خو افسرانو زموږ خبرې ته غوږ ونه نیوه او یوازې یې وویل چې کور ونړول شي." نوموړي دا خبره د هغه مېشت ځای له پاتې شونو څخه وکړه، چې د ډېرو کورونو دېوالونه یې اوس په کنډوالو بدل شوي دي.

نژدې ځوانانو د کور توکي، چې پکې کټونه او لمریزې تختې هم شاملې وې، په موټرو کې بارول، چې له پولې واوړي.

په جون میاشت کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته هغه افغان وګړي ونیسي چې ویزې نه لري.

دغه وزارت د کورونو د نړولو په اړه د تبصرې لپاره د فرانس پریس غوښتنې ته سملاسي ځواب ور نه کړ.

په پېښور کې یوه لوړپوړي پولیس افسر، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل: "د بې اسناده افغان وګړو پر ضد پراخ عملیات د جولای په ۱۰مه پیل شوي او لا هم دوام لري."

دغه چارواکي وویل: "ان له دې مخکې چې فدرالي حکومت روښانه لارښوونې صادرې کړي، پولیسو د ایالت په ټولو برخو کې د افغان وګړو ځایونه معلوم کړي دي."

که څه هم له پاکستانه د امنیتي دلایلو پر بنسټ د ستنولو د بهیر له پیل راهیسې په میلیونونو افغانان بېرته ستانه شوي، خو د دې بهیر ډېره لومړنۍ برخه په داسې لویو مرکزونو لکه د سوېلي ستر ښار کراچۍ او پلازمېنه اسلام‌اباد کې متمرکزه وه.

خیبر پښتونخوا، چې شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس لري، له افغانستان سره ژور کلتوري، ژبني او تاریخي تړاوونه لري او ډېرې کورنۍ د پولې دواړو غاړو ته خپلوان او اړیکې لري.

پولیسو او چارواکو ویلي، دوی افغان اوسېدونکو ته د جولای له ۱۰مې مخکې خبرداری ورکړی و چې باید ووځي؛ دا خبرداري د جوماتونو د لوډسپیکرونو او د قومي مشرانو له لارې هم ورکړل شوي وو. خو ځینو کسانو وویل چې دوی ډېرې محدودې لارې لري.

۷۰ کلن احمد ملا، چې په متني کې یې کور نړول شوی، وویل: "پولیس د هېچا حالت ته پام نه کوي. دوی پروا نه لري چې زما په جیب کې پیسې شته که نه. دوی زما روغتیا ته هم پام نه کوي."

هغه وویل: "پولیسو لږ تر لږه شل ځله اعلانونه کړي دي، خو موږ خپلې ستونزې او خپل شرایط لرو."

دغه عملیات له کلونو راهیسې د افغانانو د ستنولو هغه تګلاره لا سخته کوي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې یې ۲.۳ میلیونه افغانان بېرته شړلي دي؛ په دې کسانو کې ځینې هغه دي چې لسیزې یې په پاکستان کې ژوند کړی و او ځینې نور هغه دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپل هېواده تښتېدلي وو.

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نژدې ۶۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه شوي، چې دا د تېرې اونۍ پرتله شاوخوا یو پر درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو له مخې، پاکستان لا هم له یو میلیون د ډېرو افغانانو کوربه دی.

په کورونو کې پټ شوي

پېښور کې د فرانس پریس خبري اژانس خبریال په دې اونۍ کې ولیدل چې پولیسو د ښار په بېلابېلو برخو کې لنډمهالي پوستې جوړې کړې وې، چې پکې د تېرېدونکو کسانو د هویت اسناد کتل کېدل.

د یوې پوستې یوه پولیس افسر فرانس پریس ته وویل: "موږ ته د بې اسناده افغان وګړو د نیولو په اړه سختې لارښوونې راکړل شوې دي."

د پېښور په بورډ بازار کې، چې د "کوچني کابل" په نوم هم مشهور دی او زرګونه دوکانونه لري چې افغانان یې چلوي، دوکاندارانو وویل چې د پېرېدونکو په شمېر کې کموالی راغلی او د نیول کېدو وېره لري.

د بازار یو سوداګر ذبیح الله وویل: "خلکو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړي او کاروبار په بشپړ ډول درېدلی دی."

څلور لسیزې جګړې میلیونونه افغانان ګاونډي پاکستان ته اړ کړل. له ۲۰۲۱ کال راهیسې سلګونه زره نور افغانان هم ورغلي، چې ډېری یې د هغو هېوادونو د بیا مېشتېدو په تمه دي چې پوځونو یې دوی پخوا مرسته کړې وه.

پاکستان، چې له زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دی، په ۲۰۲۳ کال کې اعلان وکړ چې د بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو بهیر به پیل کړي. دغه هېواد سږ کال پر افغانستان هوايي بریدونه هم کړي او ویلي یې دي چې هدف یې وسله وال دي.

د طالبانو حکومت بیا بیا رد کړې چې د افغانستان خاوره د وسله والو فعالیتونو لپاره کارول کېږي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.