د مانچسټر يونايټېډ روزونکی له دندې ګوښه شو

د خپرېدو وخت

د انګلنډ فوټبال غوره ليګ کې د مانچسټر يونايټېډ لوبډلې روزونکی اولې ګونر سولشاير د شنبې پر ورځ د واډفورډ لوبډلې پر وړاندې له ۴-۱ ماتې وروسته يونايټېډ له دندې ګوښه کړ.

له دغې ماتې وروسته مانچسټر يونايټېډ د پرېمير ليګ په جدول کې اووم ځای ته راښکته شو. مانچسټر يونايټېډ سږنيو پرېميرليګ سياليو کې تراوسه ټولې ۱۲ لوبې کړې چې پنځه يې ګټلې، پنځه يې بايللې او دوې يې مساوي پای ته رسولې دي.

دغې لوبډلې په تېرو پنځو سياليو کې يوازې يوه ګټلې ده. د لېورپول پر وړاندې يې ۵-۰ او د مانچسټر سيټي پر وړاندې يې ۲-۰ لويې ماتې خوړلې دي.

۴۸ کلن سولشاير د ۲۰۱۸ کال ډسمبر مياشت کې په موقتي ډول د جوزې مورينو پر ځای روزونکی شو خو بیا د ۲۰۱۹ کال مارچ مياشت کې يونايټېډ ورسره درې کلن تړون لاسليک کړ چې بيا د سږ کال جولای مياشت کې تر ۲۰۲۴ کال پورې قرارداد ورکړل شو.

د نوموړي پر ځای اوس د مانچسټر يونايټېډ د لومړي ټيم روزونکي مايکل کرېک ته د لنډمهال لپاره دنده سپارل شوې ده.

مانچسټر يونايټېډ وايي، "په خواشيني سره دې سختې پرېکړې ته رسېدلي" دي او وايي "د کلب په تاريخ کې به د سولشيار ځای تل خوندي وي، هغه نه يوازې د لوبغاړي په توګه بلکې د يوه لوی روزونکي په توګه چې موږ ته يې د خوښۍ ډېرې شېبې راکړې دي".