تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ: توپان هریرود لومړۍ بریا خپله کړه
د خپرېدو وخت
د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ د توپان هریرود او اباسین څپې لوبډلو تر منځ په لوبه پیل شوې، چې د صفر په مقابل کې په یوه ګول د تېر پړاو اتلې لوبډلې توپان هریرود وګټله.
د دې لوبې یوازینی ګول د توپان هریرود له لوري رحمت الله خیر خواه تر سره کړ.
د لوبې په پایله کې د اباسین څپې لوبغاړی وحیدالله صمیمي د دغې لوبې غوره لوبغړی وبلل شو.
د سیالیو دویمه لوبه د شاهین اسمايي او میوند اتلان لوبډلو تر منځ کېږي.
د تېر اتم پړاو په څېر دغه سیالۍ هم د اتو لوبډلو تر منځ د څلورو لوبډلو دوو ډلو په بڼه تر سره کېږي.
.