د مسي او ځوان يامال مخامخېدل: د حمام ټب کې له عکسه د نړيوال جام تر پايلوبې پورې

    • Author, احمد شفایي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ارجنټاين او هسپانيا پايلوبې ته رسېدلي دي.

دا هغه ارمان دی، چې ډېرو هېوادونو، لوبډلو او لوبغاړو ورته کلونه انتظار ايستلی، خو نه دي بريالي شوي.

د بېلګې په توګه، د برېتانیا د فوټبال ملي لوبډله له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د نړيوال جام پايلوبې ته د رسېدو هڅه کوي، خو تر اوسه نه ده بريالۍ شوې.

هسپانيا او ارجنټاين، چې د نړۍ د فوټبال له سترو ځواکمنو لوبډلو څخه دي، د يکشنبې په ورځ (۲۸ سرطان) د دوی لوبه او مخامخکېدل د فوټبال مينه‌والو لپاره ډېر په زړه پورې دي.

خو تر ټولو جالب اړخ يې د ارجنټاين ستوری ليونل مسي او د هسپانيا ځوان ستوری لامين يامال مخامخ کېدل دي.

دغه دوه ستوري په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال کې سره ولیدل.

نږدې ۱۹ کاله وړاندې، هغه مهال چې ځوان ليونل مسي د يوې خيريه ادارې د جنتري لپاره د عکاسۍ په يوه پروژه کې د بارسلونا د نيوکمپ لوبغالي (د جامو بدلولو ځای) کې له يوه کوچني ماشوم سره، چې د حمام په ټب کې و، عکس واخيست.

هغه ماشوم اوس د مسي په وړاندې لوبېږي.

مسي هغه وخت شاوخوا ۲۰ کلن و او تازه يې د فوټبال په نړۍ کې ځانته یو نوم جوړ کړی و.

نوموړي وروسته د فوټبال په ډګر کې داسې سفر وکړ، چې د ډېرو په باور د تاريخ له تر ټولو غوره او ان تر ټولو ستر فوټبالرانو څخه شو.

هغه عکاس، چې دا عکس يې اخيستی و، هېڅکله يې تصور نه کاوه، هماغه ماشوم به هم تر ۱۹ کالو کم وخت کې د نړۍ د فوټبال له سترو ځوانو ستورو څخه شي.

دا هېر شوی عکس په ۲۰۲۴ کال کې بيا هغه وخت د خلکو پام ځان ته واړاوه، چې د لوبغاړي يامال پلار همدا انځور یې په خپل انسټاګرام کې خپور کړ او لاندې يې وليکل: "د دوو افسانو پيل."

دا انځورونه د اسوشيټډ پرېس خبري اژانس ازاد عکاس خوان مونفورت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (يونيسف) له لوري د هسپانيا د ماتارو ښار، چې د لامين يامال د کورنۍ د اوسېدو ځای و، د يوې قرعه‌کشۍ د مراسمو پر مهال اخيستي وو.

خوان مونفورت د هغې ورځې کيسه داسې بيانوي:

"د شپې ناوخته زما يوه همکار، چې په يوه ورزشي مجله کې يې کار کاوه، راته زنګ وواهه او ويې ويل:

"دا عکس ستا دی؟"

ما وويل: "هو، دا زما عکس دی."

شپه وه او زه د خوب لپاره چمتو کېدم. ما ترې وپوښتل: "هغه ماشوم څوک دی؟"

هغه وويل: "لامين يامال."

ما په حيرانۍ وويل: "څه؟!"

او بله ورځ دا کيسه په بشپړه توګه يوې نه اټکلېدونکې لوري باندې لاړه.

هغه داسې عکس اخيستی و، چې پکې ليونل مسي کوچنی لامين يامال په غېږ کې نيولی و.

ښاغلی مونفورت د عکس د اخيستلو د شېبو په اړه وايي:

"دا يو ستونزمن کار و. مسي ډېر ارام او شرمېدونکی انسان دی. هغه مهال شاوخوا ۱۸ يا ۲۰ کلن و. د جامو د بدلولو ځای ته ننوت او هلته يې يو پلاستيکي ټب وليد، چې له اوبو ډک و او يو ماشوم پکې ناست و. وضعيت لږ پېچلی و. په پيل کې هغه ان نه پوهېده چې ماشوم څنګه په غېږ کې ونيسي. "

مونفورت د دې عکس په اړه وايي:

"زما په اند، لامين يامال به له دې عکس څخه د مسي پرتله ډېر خوند واخلي. دواړه اوس په ډېرو مهمو سياليو کې بوخت دي او ښايي دا مهال نورې اندېښنې ولري. خو کله چې سيالۍ پای ته ورسېږي، يقيناً به له دې کيسې ډېر خوښ شي ".

هغه زياتوي:

"داسې ښکاري، چې ستورو هغه وخت خپله لاره سره يوځای کړې وه، کله چې لامين يامال له ليونل مسي سره وليدل. یو ځل له ځوان مسي سره او اوس له ننني مسي سره؛ اوولس کاله وروسته، د داسې يو ستوري ترڅنګ چې ښکاري يامال هم يو وخت همداسې ستوری شي. دا د برخليک او ستورو لوبه ده؛ داسې لوبه چې پکې اتفاق او تصادف ډېر مهم رول لري، لکه څنګه چې د عکاسۍ په نړۍ کې سۍ هم لري. "

هغو عکسونو کې مسي کوچني لامين يامال ته حمام ورکاوه؛ هماغه يامال چې وروسته يې د ۱۶ کالو په عمر د ۲۰۲۴ کال د اروپا اتلولۍ سياليو کې د خپل ځلېدونکي استعداد له امله ټوله نړۍ حيرانه کړه.

يامال هم د مسي په څېر د بارسلونا لوبډلې ته ولاړ.

هلته د لومړۍ لوبډلې تر ټولو ځوان لوبغاړی، د کلب تر ټولو ځوان ګول وهونکی، او همدارنګه د هسپانيا د لاليګا په تاريخ کې تر ټولو ځوان ګول وهونکی شو.

دغه ځوان فوټبالر، چې بشپړ نوم يې لامين يامال نصراوي ابانا دی، تر اوسه د هسپانيا لپاره ډېرې ښې لوبې کړې دي او د ۲۰۲۶ کال د نړيوال جام پايلوبې ته د هسپانیې لوبدلې رسیدو کې يې مهم رول لوبولی دی.