نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې تر دې مهاله ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ تنه ټپيان دي او لسګونه نور نادرکه دي.

د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې وېره څرګنده کړې چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.