ژوندۍ پاڼه, د امریکا د بریدونو شپږمه پرلپسې شپه؛ د بندر عباس ښار څو مهمې لارې په نښه شوې

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د پنجشنبې په ماښام یې د پرلپسې شپږمې شپې لپاره پر ایران بریدونه کړي دي. په ورته مهال، ایراني رسنیو راپورونه ورکړي چې په اهواز، بندر عباس، بوشهر، قشم او یو شمېر نورو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپورونو له مخې، د بریدونو په ترڅ کې د بندر عباس ښار دوه مهم پلونه، د دغه ښار د اورګاډي پټلۍ او دغه راز د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.

لنډیز

  • د امریکا د بریدونو شپږمه پرلپسې‌ شپه په بندر عباس کې څو مواصلاتي لارې په نښه شوې
  • د امریکا دفاع وزیر ادعا وکړه چې ایران پر هرمز تنګي کنټرول نه لري
  • پاکستان له ایران او امریکا د جګړې درولو او د مذاکراتو بیا پیلولو غوښتنه کړې
  • امریکا پر سعودي عربستان او کوېت د میلیاردونو ډالرو وسلې خرڅوي
  • اردن: اته ایراني توغندي مو شنډ کړي
  • د عراق لومړي وزیر پر اربیل هوايي دګر د بې‌پیلوټې برید غندلی
  • ایرنا: د امریکا په بریدونو کې سمنان هوايي ډګر په نښه شوی
  • ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې
  • سینټکام: د ايران پر هوايي دفاع، توغنديزو او ډرون تاسيساتو مو بريدونه کړي

ژوندی پوښښ

  1. ټرمپ: ښايي امریکا نن شپه یو ځل بیا پر ایران سخت برید وکړي

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې وویل، متحده ایالات به ښايي نن شپه یو ځل بیا ایران په نښه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا برید به ''سخت'' وي. هغه دغه راز وویل چې امریکا ښايي د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړي.

    ټرمپ دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې مخکې کړې.

    هغه وویل:

    ''تېره شپه، وروسته له هغه چې دوی برید وکړ، موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ او ښايي نن شپه هم یو ځل بیا په سختۍ سره هغوی په نښه کړو. زه هغوی ته یو څه خبرداری ورکوم، نن شپه به سخت برید وکړو، خو باید وګورو چې وضعیت څنګه پر مخ ځي.''

    ښاغلی ټرمپ وايي، چې ایران څو ډرونونه او یو توغندی توغولی او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې د هرمز په تنګي په اوبو کې وې. د هغه په وینا، دغو بېړیو ''بشپړ حق درلود'' چې په دغه سیمه کې وي.

    د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د ایراني چارواکو له چلنده ناخوښ دی او د روانې جګړې اصلي هدف یې ''د ایران د اټومي وسلو پروګرام بې‌وسلې کول'' وباله.

    ټرمپ زیاته کړه چې موخه یې په ایران کې د حکومت بدلون نه دی، خو په وینا یې د واکمن جوړښت د څو پوړونو له منځه تګ ښايي په پای کې ''د حکومت د بدلون یوه بڼه'' رامنځته کړي.

    ټرمپ وویل:

    ''موضوع ډېره څرګنده ده، هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري. زما هدف همدا دی.''

    هغه د ایران چارواکي هم تورن کړل چې د مذاکراتو په غونډو کې داسې چلند کوي لکه د ځینو موضوعاتو په اړه چې هوکړه شوې وي، خو وروسته په خبري غونډو کې وایي چې داسې خبرې هېڅ نه دي شوې.

    د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ:

    ''هغوی د ۴۷ کلونو لپاره د منځني ختیځ ځورونکي وو، خو نور د سیمې ځورونکي نه دي.''

  2. وروستی, امریکا د 'سخت ګوزار ورکولو' له ګواښ وروسته پر ایران د بریدونو لړۍ بیا پیل کړه

    له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشارتاً وویل، چې د سې‌ شنبې د شپې له متقابلو بریدونه وروسته به ''نن شپه بیا هم پر ایران سخت ګوزار وکړي''، امریکا پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه.

    د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد په سویلي سیمو کې، په ځانګړي ډول سیریک او بندر عباس کې، د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. دا دواړه بندري ښارونه د هرمز تنګي پر غاړه موقعیت لري، چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه یوه ګڼل کېږي.

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې ''د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر وړاندې د تهران د ګواښ وړتیا نوره هم کمزورې کړي'' او په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو امنیت خوندي وساتي.

    ایران تر اوسه د دغو وروستیو بریدونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا هر ډول برید ته به ''سملاسي ځواب'' ورکړل شي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړه:

    "متحده ایالات ایران د هغو وروستیو غیرموجه بریدونو مسوول ګڼي چې د یوې مهمې نړیوالې سمندري لارې له په اوږدو کې په ازاد ډول د تګ راتګ کوونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو پر ضد یې ترسره شوي دي."

    د امریکا پوځ د سې ‌شنبې په ورځ ویلي وو چې په تنګي کې پر درېیو نفت ‌وړونکو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې یې ''ځواکمن'' بریدونه ترسره کړي دي.

    د سې ‌شنبې او چهارشنبې ترمنځ د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله له هغه وخت راهیسې تر ټولو سخته بلل کېږي چې د جون په ۱۷مه د دواړو لورو ترمنځ هوکړه، چې د تفاهم یادداشت (ایم او یو) په نوم یادېږي، لاسلیک شوی و.