وروستی, سپاه پاسداران: په بحرین، کویت او اردون کې مو د امریکا پر اډو بریدونه کړي

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي چې په بحرین، کویت او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو متقابل بریدونه کړي او دا چې ځینې اهداف یې پکې لمنځه وړي دي.
سپاه پاسداران دوشنبه سهار په یوه اعلامیه کې ویلي د اردن په پرنس حسن هوايي اډه کې یې د توغندیو پر سیستمونو او د تېلو پر زېرمو د توغندیو او ډرونونو برید کړی چې پایله کې یې اور لګېدلی دی.
دغو ځواکونو ادعا کړې چې د بریدونو دویمه څپه کې یې په بحرین کې او درېیم پړاو کې بیا د کویت په علي سالم او احمد الجابر نظامي اډو کې د امریکا اړوند پوځي اهداف په نښه او له منځه وړي دي.
تهران وايي، دغه بریدونه پر ایران د امریکا د تېرې شپې د بریدونو په ځواب کې شوي.



