ژوندۍ پاڼه, د امریکا د بریدونو شپږمه پرلپسې شپه؛ د بندر عباس ښار څو مهمې لارې په نښه شوې

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د پنجشنبې په ماښام یې د پرلپسې شپږمې شپې لپاره پر ایران بریدونه کړي دي. په ورته مهال، ایراني رسنیو راپورونه ورکړي چې په اهواز، بندر عباس، بوشهر، قشم او یو شمېر نورو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپورونو له مخې، د بریدونو په ترڅ کې د بندر عباس ښار دوه مهم پلونه، د دغه ښار د اورګاډي پټلۍ او دغه راز د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.

لنډیز

  • د امریکا د بریدونو شپږمه پرلپسې‌ شپه په بندر عباس کې څو مواصلاتي لارې په نښه شوې
  • د امریکا دفاع وزیر ادعا وکړه چې ایران پر هرمز تنګي کنټرول نه لري
  • پاکستان له ایران او امریکا د جګړې درولو او د مذاکراتو بیا پیلولو غوښتنه کړې
  • امریکا پر سعودي عربستان او کوېت د میلیاردونو ډالرو وسلې خرڅوي
  • اردن: اته ایراني توغندي مو شنډ کړي
  • د عراق لومړي وزیر پر اربیل هوايي دګر د بې‌پیلوټې برید غندلی
  • ایرنا: د امریکا په بریدونو کې سمنان هوايي ډګر په نښه شوی
  • ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې
  • سینټکام: د ايران پر هوايي دفاع، توغنديزو او ډرون تاسيساتو مو بريدونه کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ وايي، په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

    د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، بندر عباس ساحلي ښار ته نژدې د یو شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د ایرنا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په بوشهر کې څلور ځایونه په نښه شوي او د فارس خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، ځايي اوسېدونکو د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

    بي بي سي په دې تړاو د غبرګون څرګندولو لپاره د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) سره اړیکه نیولې ده.

  2. په نړیوالو بازارنو کې د نفتو بیې لوړېدل

    د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو د لوړېدو بهیر دوام لري. د سې شنبې پر ورځ د نفتو بیه نږدې ۳ سلنه لوړه شوه او د تېرو څلورو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

    د ګرینویچ وخت د سهار له ۷:۰۰ بجو مخکې سودا کې د برنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه ۱ ډالر او ۹۰ سنټه (شاوخوا ۲.۳ سلنه) لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۸۵ ډالرو او ۲۰ سنټو ته ورسېده.

    دغه راز د لوېدیځ ټکساس (ډبلیو ټي ای) اومو تېلو بیه هم ۱ ډالر او ۹۱ سنټه (شاوخوا ۲.۴ سلنه) لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۸۰ ډالرو ته پورته شوه.

    دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شو چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د ایران سمندري کلابندي بېرته پيلوي. په ورته وخت کې، د هرمز په تنګي کې د دواړو هېوادونو د متقابلو بریدونو شدت د انرژۍ د رسولو په اړه اندېښنې او بې‌ باوري نوره هم زیاته کړې ده.

  3. متحده عربي امارات وايي، په هرمز تنګي کې د ایران په ''دښمنانه'' بریدونو کې یو کس وژل شوی

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تېره شپه وویل چې دوه نفت‌ لېږدونکې بېړۍ، چې د عمان په اوبو کې د هرمز تنګي له لارې تېرېدلې، د ایران د کروز توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

    د یاد وزارت په وینا، په دې بریدونو کې د عملې یو هندی ‌غړی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

    په ټپیانو کې شپږ هندي او دوه اوکراییني وګړي شامل دي.

    یاد وزارت زیاته کړې چې دواړه بېړۍ، "ممباسا" او"الباهية" په بریدونو کې زیانمنې شوې دي او له امله یې اورونه هم لګېدلي دي.

    متحده عربي امارات دغه "دښمنانه" بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو قوانینو "جدي سرغړونه" او "روښانه نقض" بللی دی. اماراتو ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې د "ټولو اړینو اقداماتو" د ترسره کولو بشپړ حق لري.

    وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواک په ټیلیګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې د دغو بریدونو پخلی وکړ. په اعلامیه کې ویل شوي چې یادو دوو بېړیو د خبرداریو له پامه غورځولو وروسته د لارښوونې سیستمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله چې له هغې لارې تېرې شي، چې ماینونه پکې خښ شوي دي.

    اعلامیه زیاتوي چې "له یرغلګر دښمن سره همکاري" به یوازې د پښېمانۍ، زیانونو او د هرمز تنګي د پرانیستې د بهیر د ځنډېدو لامل شي، او دغه راز به "په نړۍ کې د انرژۍ بحران رامنځته کړي".

  4. وروستی, سپاه پاسداران وايي بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډې برید کړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو سې‌شنبه سهار په خپلې اوومه ګڼه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د تېرې شپې بریدونو ته یې ځواب ویلی او ادعا یې کړې چې په دې لړ کې یې د بحرین "په جفیر اډه کې د امریکايي ځواکونو پر مېشتنځي او د سپوږمکیو د اړیکو پر مرکز" د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.‌

    دغو ځواکونو سې‌شنبه تر دې ورمخکې ویلي وو چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو دوه لېږدونکي بېړۍ هم وشتلې دي.

    متحدو عرب اماراتو او بحرین ویلي چې په دغو کښتیو کې د عملې یو غړی وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

    د یادونې ده چې سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم خبري اژانس په کویت او بحرین کې هم پر امریکايي اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.‌

  5. وروستی, سپاه پاسدارن تایید کړه چې هرمز تنګي کې یې د تېلو دوه لېږدونکې بېړۍ ویشتلې دي

    ایران- هرمز

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران سپاه پاسداران ومنله چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو پر دوو لېږدونکو کښتیو بریدونه کړي دي.

    دغو ځواکونو په نښه شوې کښتۍ متخلفې او سر غړوونکې بللې دي.

    ورمخکې متحدو عرب اماراتو او بحرین ویلي وو چې ایران پر مومباسا او باهیا کښتۍ د کروز توغندیو برید کړی دی.

    دوی په دغو کښتیو کې د عملې د یوه غړي د وژل کېدو او اتو نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی.

    د سپاه پاسداران لخوا په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي: "د امریکا ماشوم وژونکي پوځ، چې له خپلو پرله‌پسې ماتو یې عبرت نه دی اخیستی، لږ مخکې د بېړیو په لمسولو سره هڅه وکړه چې له هغوی ځینې [په هرمز تنګي کې] له غیر قانوني مسیره تېرې کړي."

    په اعلامیه کې ویل شوي، د تېلو دوه لېږدونکې بېړۍ چې د سپاه پاسداران په وینا د امریکا لخوا تېراېستل شوې وې، د څار سیستم یې مړ کړی و، د دوی له پرله پسې خبرداریو سره سره یې په دغه تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړی او په ماینونو پوښلی مسیر یې غوره کړی و، "ولګېدې او له کاره وغورځېدې".

    د سپاه پاسداران بیان کې زیاته شوې چې د دوی سمندري ځواکونه ټولو ته په زغرده اعلان کوي، له "یرغلګر دښمن" سره همکاري چې د دوی په وینا له زرګونو کیلومتره لېرې ځایه د سیمې د خلکو د حقونو نقضولو لپاره ورغلی، او همدا راز پر ماینونو له پوښلي مسیره تېرېدل له پښیمانۍ، زیان، د هرمز تنګي‌ د بېرته پرانیستل کېدو د چارو له ځنډولو او په نړۍ کې د انرژۍ د کړکېچ له رامنځ ته کولو پرته بله پایله نه لري.

  6. متحدو عرب اماراتو ایران هرمز تنګي کې د تېلو پر دوو ټانکرونو په برید تورن کړ

    متحدو عرب اماراتو ایران تورن کړی چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو پر دوو لېږدونکو بېړیو بریدونه کړي دي.

    په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی.

    ورمخکې د بحرین دفاع وزارت اعلان کړی و چې د هرمز تنګي په سویلي دهلیز یا کاریدور کې چې عمان له اوبو تېرېږي، د مومباسا او باهیا په نومونو دوو کښتیو باندې د کروز توغندیو برید شوی دی.

    که څه هم د ایران پوځي سرچینو ته نږدې رسنیو مخکې ویلي وو چې په هرمز تنګي کې "پر څو سر غړوونکو کښتیو بریدونه شوي"، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه بریدونه چا کړي.

  7. ابوظبۍ کې د امریکا سفارت او په دوبۍ کې کونسلګرۍ په لنډمهاله توګه کونسلي خدمات درولي دي

    د متحدو عرب اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د امریکا سفارت او په دوبۍ کې یې کونسلګرۍ اعلان کړی چې د سیمې د امنیتي وضعیت له کبله یې د جولای له ۱۳مې تر ۱۵ پورې (د روانې اوونۍ دوشنبه، سې‌شنبه او چارشنبه) د کونسلي چارو لپاره کتنې لغوه کړې دي.

    دغو استازولیو له هغو امریکايي وګړو چې په دغو نېټو کتنې لري غوښتي، چې سفارت او کونسلګرۍ ته دې نه ورځي.

    دوی زیاته کړې چې مراجعینو ته به د نويو وختونو اطلاع ورکړل شي.

    د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ بیا ډېر شوی او داسې ښکاري چې دواړه خواوې د هرمز تنګي د بشپړ کنټرول پر سره جګړه کوي.

  8. وروستی, د ایران پوځ وايي په کویت کې یې د امریکا پر اډو بریدونه کړي دي

    پخوانی

    د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

    د ایران پوځ اعلان کړی چې په کویت کې یې د امریکا پوځ پر ارتباطي سیستمونو، د سون‌توکو پر زېرمو، پاتریوت دفاعي سیستم، څارڅلي او د مهماتو پر زېرمتون د ډرونونو په وسیله برید کړی دی.

    له دې سره هممهاله ایراني رسنیو لیکلي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو پر امریکايي کښتیو د کروز توغندیو برید هم کړی دی.

    امریکا لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

    ایران تر دې ورمخکې ادعا کړې وه چې په هرمز تنګي کې یې یوه اېم‌کیو‌-۱ امریکایۍ بې‌پیلوټه الوتکه په نښه کړې ده.

    د دغو بریدونو خبر تر هغې وروسته ورکول کېږي، چې نن درېیمه شپه هم د ایران سویلي سیمو کې د درنو چاودنو خبر ورکړی شوی.

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي، چې په دغه هېواد کې یې بریدونه پیل کړي.

    رپوټونو کې ویل شوي، چې د فارس ولایت په جم ښار او همدا راز کیش او ابوموسی ټاپوګانو کې هم د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو جزییات نه دي شریک شوي.

  9. ټرمپ: نن شپه به ایران ته ډېر سخت ګوزار ورکړو

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې مازیګر وویل: "نن شپه به هغوی [ایران] ته ډېر سخت ګوزار ورکړو او سبا بیا هم سخته ضربه ورکوو.

    هغه زیاته کړې: "د هغوی [ایرانیانو] هېڅ شی له لاسه نه کېږي. هېڅ هم نه لري. له دې پرته چې ډېرې خبرې کوي، بل شی نه لري... ما پېژندلي، چورلټ لېوني دي."

    دا په داسې حال کې ده چې د فارس او تسنیم په ګډون بېلابېلو ایراني خبري اژانسونو د دغه هېواد سویلي سواحلو ته څېرمه سیمو کې د سترو چاودنو خبر ورکړی.

    د امریکا پوځ اعلان کړی چې درېیمه پرله‌پسې شپه یې هم ایران کې بریدونه پیل کړي دي.

    مخکې د ایران پوځي سرچینو ته نږدې رسنیو ویلي وو، چې په هرمز تنګي پر څو بېړیو چې دوی متخلفې بللې، بریدونه وشوي‌ دي.‌

  10. وروستی, سېنټکام‌: پر ایران درېیمه پرله‌پسې شپه بریدونه پیل شوي

    سېنټکام

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې ځواکونو یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر درېیمه پرله پسې شپه هم په ایران کې بریدونه پیل کړي دي.

    سېنټکام په خپله اعلامیه کې ویلي، دا بریدونه د دې لپاره کېږي چې په هرمز تنګي کې د تېرېدو پر مهال پر ملکي او سوداګریزو بېړیو بریدونو لپاره د ایران د وړتیا کمزورې کړي.‌

    دا په داسې حال کې ده چې لږ ورمخکې په ایران کې خبري سرچینو د څو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی و.

    سرچینو ویلي وو چې دغه چاودنې د ایران په سویلي سواحلي تړانګه کې اورېدل شوې.

    سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس، تنسیم ویلي په کنارک کې درندې چاودنې شوې دي.

    هممهاله له لارک او چابهاره هم ورته رپوټونه ترلاسه شوي.

    تسنیم زیاته کړې وه،‌چې په بندرعباس کې د هوايي دفاع سیستم فعال شوی دی.

    په ایران کې پوځي سرچینو دا ادعا هم کړې چې هرمز تنګي کې یې یو اېم‌کیو‌-۱ امریکایۍ ډرون د نوین دفاعي سیستم په وسیله په نښه شوی دی.

  11. د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا جنجال

    ولسمشر ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا به د ایران پر ضد خپل سمندري بندیز بېرته نافذ کړي. دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له یوې اوونۍ راهیسې د بریدونو له زیاتېدو وروسته اوربند له سخت فشار سره مخامخ دی.

    ښاغلي ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ویلي چې امریکا به له دې وروسته دا هم وغواړي چې د هرمز تنګي له لارې پر لېږدول کېدونکو ټولو مالونو شل سلنه فیس واخلي، ځکه د ده په وینا امریکا هغو بېړیو ته امنیت برابروي چې له دې مهمې سمندري لارې تېرېږي.

    د ایران پوځي قوماندانۍ دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې امریکا د دې حق نه لري چې د دې حیاتي اوبو د لارې د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. د ایران انقلاب ساتي ځواک وویل چې امریکا ته به د هرمز تنګي د کنټرول اجازه ورنکړي.

    پر تسنیم خبري آژانس د ایران د پوځ اعلامیه کې دا هم ویلي چې له امریکا سره هر ډول همکاري به هم د ایران خلاف د جګړې اعلان ولري او په سیمه کې به نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

    د دواړو خواوو ترمنځ د بریدونو نوې لړۍ د تېلو بیې هم یو ځل بیا لوړې کړې دي، ځکه هغه لومړنی تړون چې تېره میاشت د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی و، اوس د کمزوري کېدو په حال کې دی.

    د دوشنبې په سهار د تېلو بيې څه د پاسه درې سلنه پورته شوې او د بېړيو د څار شمېرو ښودله چې د هرمز تنګي له لارې د بېړيو چلن پرون په تېرو پنځو اوونيو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی و.

    د فبرورۍ پای کې د دې جګړې له پیل وړاندې، د دغه تنګي له لارې د نړۍ د تېلو او مايع ګازو د ورځنيو اکمالاتو پنځمه برخه لېږدېده.

  12. وروستی, برېتانیا د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د "ترهګریزو سازمانونو" په نوملړ کې شاملوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    برېتانیا وایي چې د ایران انقلابي ځواکونه یا سپاه پاسداران د ناقانونه یا منع شوو سازمانونو په نوملړ کې شاملوي.

    په دغه هېواد کې د "ترهګریزو سازمانونو" په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ور ګډولو غوښتنه له اوږدې مودې راهیسې کېده او د پارلمان ځینې غړي او سیاسي څېرې هم په ورته نظر پاتې شوې دي.

    د برېتانیا کورنیو چارو وزارت د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې د بهرنیو دولتونو ملاتړ لرونکو داسې سازمانونو د مخنيوي لپاره به په قانون کې د بېړني بدلون له تصویب وروسته د ایران انقلابي ګارد ناقانونه اعلان کړي.

    د سپاه پاسداران ترڅنګ د "ښي اړخو اسلامي غورځنګ" په نوم (ای‌اېم‌سي‌ار) ډلې او د روسیې د (جي‌ار‌یو) رضاکارانو ډلې نومونه هم یاد شوي چې په دغه نوملړ کې شامل کړل شي.

    ټاکل شوې دا قانون د دې اوونۍ په وروستیو کې پارلمان ته وړاندې شي. که تصویب شي‌ نو بیا به د دغو ډلو په استازیتوب د "ورانکارو فعالیتونو" کوونکي کسان له عمري بند سزا سره مخ کېدلی شي.

    د یادولو ده چې څه موده مخکې په برېتانیا کې پر یهودانو د برید مسؤلیت (د ښي اړخو اسلامي‌ غورځنګ) په نوم ډلې منلی و.‌

    د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي، "موږ هېڅکله نه پرېږدو چې برېتانیا د هغو دولتونو د لوبو ډګر شي چې غواړي زموږ پر سړکونو وېره خپره شي، تاوتریخوالی وکړي او خلک سره ووېشي".

    برېتانیا وايي چې د ایران پر وړاندې یې وار د مخه "قوي ګامونه" اوچت کړي او په سپاه پاسدران او په ایران او ادارو پورې یې تړلو ۵۵۰ نه ډېرو کسانو باندې بندیزونه لګولي دي.

    د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، هغه کسان چې د دغو ډلو لپاره کار کوي "پیدا او زندان ته به واچول شي".

  13. وروستی, بحرین: ایران په وروستیو بریدونو کې ملکي خلک په نښه کړي

    د بحرین پوځ یو ځل بیا ایران تورن کړی چې د توغندیو او ډرونونو په وروستیو بریدونو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

    پوځ همداراز ویلي چې دافع هوا یې نن سهار د ایران د څو بریدونو "مخه ونیوه او شنډ یې کړل" او زیاته کړې یې ده چې له ځانه دفاع ته "چمتو" او "په لوړه کچه په تیار سئ" حالت کې دي.

    بحرین د ایران او امریکا ترمنځ جګړه کې له پیل راهیسې څو ځلې په نښه شوی دی او دا وروستي بریدونه هم وروسته له هغه کېږي چې امریکا تېره شپه په ایران کې بېلابېل هدفونه ویشتي دي.

  14. وروستی, ایران کې د څو تازه هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی

    ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې په تېر شاوخوا یوه ساعت کې د دغه هېواد پر څو ځایونو تازه بمباري شوې ده.

    د ایران دولتي اژانس (ایرنا) د اصفهان ولایت د والي امنیتي مرستیال له خولې ویلي چې په ناین ښار کې پر پوځي اډه برید کې یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل دي.

    د خوزستان ولایت مرستیال والي ویلي چې د ایران په جنوب لوېدیځ کې پراتې ابادان سیمه کې هم په تازه بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

    امریکا تر اوسه د دغو بریدونو د رد یا تایید په اړه څه نه دي‌ ویلي خو مخکې یې پوځ‌ ویلي چې تېره شپه یې د ایران په بېلابېلو سیمو کې لسګونه پوځي هدفونه او تاسیسات په نښه او بمبار کړي دي.

  15. وروستی, ایران: "له ځانه دفاع کې به هېڅکله زړه‌نا‌زړه نه شو"

    بقايي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د امریکا او ایران تفاهم لیک "کړکېچن شوی" او په وینا یې، د ایران "دفاعي بریدونه" یوازې پر هغو اډو او تاسیساتو کېږي چې امریکا یې پر ایران د برید لپاره کاروي.

    ښاغلي بقايي ویلي، "موږ به له خپل ځانه په دفاع کې زړه‌نا‌زړه نه شو". ده زیاته کړې چې ایران امریکا ته دا اجازه نه شي ورکولی چې د هزمز تنګي له ټرانزيټه په کار اخیستو سره د دغه هېواد [ایران] حاکمیت او امنیت ته زیان ورسوي.

    بقايي ویلي چې تېره شنبه یې له امریکا سره خبرې یوازې پر سمندري لارې باندې ورټولې وې او موخه یې د بېړیو تګ‌راتګ ډاډمنول وو. خو د ده په وینا،‌ پر عمان د امریکا فشار دا هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

    له هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو د څارنې معلومات ښيي چې له پرون ماښام راهیسې یوه کښتۍ هم له دغه تنګي نه ده تېره شوې.

    د تېرې جون میاشتې پر ۱۷ د ایران او امریکا ترمنځ د لاس‌لیک شوي تفاهم لیک په اړه اسماعیل بقايي وویل چې که امریکا ورته ژمنه پاتې نه شي نو ایران به هم په دغه تفاهم لیک کې کړې وعدې پلې نه کړي.

  16. وروستی, پر ایران د امریکا د تازه (درېیم پړاو) بریدونو ویډيو

    د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام پر ایران د خپلو تازه بریدونو ویډيو خپره کړې. سېنټکام ویلي چې پر ایران د درېیم پړاو بریدونو کې یې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي. د سېنټکام په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه په وچه او اوبو کې د ځای‌پر‌ځای جنګي الوتکو، ډرونونو او کښتیو پر مټ ترسره شوي.

    د ویډیو تشریح، پر ایران د امریکا د تازه (درېیم پړاو) بریدونو ویډيو
  17. وروستی, قالیباف: د "یو اړخیزه تړونونو" وخت پای ته رسېدلی

    قالیباف

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د "یو اړخیزه تړونونو وخت پای ته رسېدلی دی".

    هغه امریکا ته په اشاره د یکشنبې په ورځ پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "موږ درته ویلي وو چې پر خپلې خبرې ودرېږئ کنه نو بیه به یې پرېکړئ. اوس مو حقیقت دروازه در ټکوي".

    د ایران بهرنیو چارو وزیر هم امریکا تورنه کړې چې ګواکې هرمز تنګي ته یې "بېرته ناامني راوړه".

    ورته مهال، تېره یکشنبه له رویټرز خبري‌ اژانس سره په یوه لنډه ټلیفوني مرکه کې ایران ته په اشاره بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې، "موږ هغوی [ایران] وهو".

  18. وروستی, د امریکا او ایران تازه نښتو له امله د تېلو بیې بیا ختلې دي

    د امریکا او ایران تازه نښتې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا او ایران تازه نښتې

    د امریکا او ایران ترمنځ تازه نښتو او هرمز تنګي‌ ته څېرمه د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته نن دوشنبه یو ځل بیا په نړیوال بازار کې د تېلو بیې ختلې دي.

    د اوومو یا خامو تېلو بیه نن سهار پنځه سلنه زیاته شوې او د هر بېرل/بېلر قیمت ۷۹ ډالرو نه اوښتی دی.

    خو د بیې دا کچه اوس هم د دې جګړې د اوج د مهال پرتله ټيټه ده. په هغو وختونو کې د بېرل بیه ان ۱۲۰ ډالرو نه هم لوړه شوې وه.

    پر ایران د امریکا او اسرئيل له برید مخکې یو بېرل/بېلر تېل په شاوخوا ۷۰ ډالرو سودا کېده خو دې جګړې یې سوداګري لړزولې او بې‌ټکاوه کړې دي.

    هرمز تنګی داسې یوه مهمه سمندري لار ده چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او ګاز له همدې لارې تر نړیوالو بازارونو رسېږي.

  19. وروستی, د سېنټکام پخوانی قومندان: امریکا د هرمز تنګي واګي په لاس کې اخیستلی شي

    څو پوځي‌ الوتکې ولاړې او د هوايي ځواک غړي یې ترڅنګ ولاړ دي. څو توغندي هم د لېږدولو په حال کې برېښي.

    د عکس سرچینه، US CENTRAL COMMAND

    د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام متقاعد جنرال فرانک مکینزي ویلي چې "که ولسمشر امر وکړي نو په دې کې شک نه شته چې د امریکا پوځ د هرمز تنګي د واګو سمبالولو وړتیا لري".

    سي‌بي‌اېس رسنۍ ته په یوه مرکه کې ښاغلي مکینزي همداراز د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره د خارګ ټاپو د ولکه کولو پلان هم بیان کړ.

    هغه وویل چې د دغه تنګي کنټرول ترلاسه کولو لپاره به په دې سمندري لاره کې د امریکا بېړیو د ځای‌پر‌ځای کولو اړتیا وي او په وینا یې، "د امریکا سمندري ځواکونه داسې کار کولو ته لېواله نه دي خو وړتیا یې لري".

    د سېنټکام دغه کورناستی قومندان زیاتوي چې که څه هم د امریکا ولسمشر له ایران سره له "ډېپلوماتیکو لارو" د کشالې حل غواړي خو د تهران مشرتابه "نږدې هر پوځي فشار ته غبرګون ښکاروي".

    جنرال مکینزي وايي، "که له ایرانه امتیاز اخیستل غواړئ نو باید نېغ یې پر حکومت فشار رواړئ او دا فشار باید داسې وي چې د دوی له نظره، مهمه مسئله وي".

    ښاغلی مکینزي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ایران د هرمز تنګي‌ تړلو اعلان کړی او پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید نه وروسته د امریکا او ایران ترمنځ بېرته نښتې او د پوځي بریدونو تبادله پيل شوه.

  20. وروستی, ایران وايي، خوزستان کې د اوبو زېرمې باندې د امریکا برید کې یو تن وژل شوی

    د ایران د خوزستان ولایت مرستیال والي ولي الله حیاتي وايي چې نن دوشنبه سهار د امریکا یو توغندی په ماه‌شهر سیمه کې د کرنیزو اوبو پر یوې زېرمې لګېدلی چې هلته یې د ودانۍ یو ساتونکی وژلی او څلور نور کسان یې ژوبل کړي دي.

    ښاغلي حیاتي‌ همداراز ویلي چې، "د دوشنبې په سهار شل باندې دوه بجې په ابادان او شادګان ښارونو کې هم د امریکا توغندي لګېدلي دي" او په وینا یې، اړوند ادارې د اوښتي زیان پر ارزونې لګیا دي.