وروستی, د بریتانیا پر اقتصاد د ایران جګړې او د انرژۍ د بیو لوړوالي فشار راوستی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا پر اقتصاد د ایران جګړې او د انرژۍ د بیو لوړوالي فشار راوستی
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) وايي، د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بیو لوړېدو په داسې حال کې د بریتانیا د اقتصاد د زغم وړتیا له یوې نوې ازموینې سره مخ کړې چې اقتصادي وده یې لا هم کمزورې ده.
دې سازمان په خپل راپور کې ویلي، د بریتانیا اقتصاد د برېګزیټ په ګډون له یو لړ اقتصادي ټکانونو وروسته بېرته تر یوه بریده باثباته شوی، خو اقتصادي فعالیتونه لا هم محدود دي او په منځني ختیځ کې د جګړو دوام پرې نور فشار هم زیاتوي.
د دې ادارې په وینا، بریتانیا باید د برېښنا په صنعت کې پانګونه زیاته کړي، چې د ګازو پر وارداتو خپله تکیه کمه کړي؛ هغه واردات چې د ایران د جګړې له امله یې سږکال بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان خبرداری ورکړی چې که په منځني ختیځ کې جګړې اوږدې شي او د انرژۍ بیې نورې هم لوړې شي، د بریتانیا اقتصادي راتلونکی به زیانمن شي.
دې سازمان د روان میلادي کال لپاره د بریتانیا اقتصادي وده ۰.۹ سلنه او د ۲۰۲۷ کال لپاره ۱.۱ سلنه اټکل کړې ده. همدارنګه یې د مالي انضباط د ساتلو، د تقاعدي لګښتونو د کنټرول او د هغو پانګونو د زیاتولو ټینګار کړی چې د تولید وړتیا لوړوي.
دا راپور د انډي برنهام له لومړي وزیر کېدو مخکې خپور شوی دی.











