ایراني رسنۍ وايي، په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ایراني رسنیو تائید کړې چې د اهواز، بندر عباس، بوشهر او قشم په ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د خوزستان ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال ولۍ الله حیاتي د ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې د اهواز ښار شاوخوا سیمې تر برید لاندې راغلې دي.
د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایرانشهر هوايي ډګر شاوخوا سیمه د امریکا د ''توغندیو'' هدف ګرځېدلې ده.
د فارس د راپور له مخې، لومړني معلومات ښيي چې توغندي د ایرانشهر هوايي ډګر نږدې سیمو کې لګېدلي دي، خو ''تر اوسه مسوولو چارواکو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي''. دغه راز، د دې برید د وژل شویو او ټپیانو په اړه هم کوم راپور نه دی خپور شوی.
د ایران دولتي خبري شبکې (صدا و سیما) هم ویلي چې ''د هوايي ډګر په شاوخوا کې درې چاودنې اورېدل شوې دي او لږ تر لږه یو امریکايي دښمن توغندی د ایرانشهر هوايي ډګر لګېدلی دی.''
د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د وروستیو بریدونو په لړ کې، د بندرعباس او شیراز ترمنځ د نښلوونکي پل چې د بندرعباس - کهورستان - لار پل په نوم پېژندل کېږي، په نښه شوی او زیانمن شوی دی.
دغه رسنۍ لیکلي چې بریدونه د بندر خمیر ولسوالۍ او د کهورستان سیمې پر ځینو برخو ترسره شوي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال د کهورستان د ځینو سیمو برېښنا هم پرې شوې ده.
دغه راز، په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ویل کېږي د کهورستان پل د چاودنې صحنې ښيي.








