تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نایجېریا کې د ښځو لپاره د ټکسي ځانګړی خدمت
د نایجېریا په شمالي سیمه کې یوې ښځینه همکارې ډلې د دودیزو "کېکې ناپې" یا درېټایره موټرو په کارولو د ښځو لپاره د ټرانسپورټ لومړنی ځانګړی خدمت پیل کړی.
"ماتا زلا" ـ چې په هوسا ژبه کې د "یوازې ښځو" معنا لري ـ په کانو ښار کې تر ۳۰۰ ښځو پورې د کاري فرصتونو د برابرولو زمینه برابروي او موخه یې دا ده چې ښځو ته د خوندي ترانسپورټ یو سیستم وړاندې کړي.
په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره ځانګړي ترانسپورټي خدمتونه په پراخه کچه د بحث موضوع دي، ځکه نیوکه کوونکي وايي چې دا ډول ماډلونه د جنسیتي نابرابریو اصلي ستونزې نه حل کوي او نه هم له ښځو سره د ناسم چلند مخه نیسي.