نایجېریا کې د ښځو لپاره د ټکسي ځانګړی خدمت

د ویډیو تشریح، نایجېریا کې د ښځو لپاره د ټکسي ځانګړی خدمت
نایجېریا کې د ښځو لپاره د ټکسي ځانګړی خدمت
د خپرېدو وخت

د نایجېریا په شمالي سیمه کې یوې ښځینه همکارې ډلې د دودیزو "کېکې ناپې" یا درې‌ټایره موټرو په کارولو د ښځو لپاره د ټرانسپورټ لومړنی ځانګړی خدمت پیل کړی.

"ماتا زلا" ـ چې په هوسا ژبه کې د "یوازې ښځو" معنا لري ـ په کانو ښار کې تر ۳۰۰ ښځو پورې د کاري فرصتونو د برابرولو زمینه برابروي او موخه یې دا ده چې ښځو ته د خوندي ترانسپورټ یو سیستم وړاندې کړي.

په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره ځانګړي ترانسپورټي خدمتونه په پراخه کچه د بحث موضوع دي، ځکه نیوکه کوونکي وايي چې دا ډول ماډلونه د جنسیتي نابرابریو اصلي ستونزې نه حل کوي او نه هم له ښځو سره د ناسم چلند مخه نیسي.