تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي
ایران د پنجشنبې په ماښام، د امریکا د پوځ د اعلان له مخې، د پرلهپسې شپږمې شپې لپاره د بریدونو هدف وګرځېد. ایران هم وایي چې قطر، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پر مرکزونو او اډو بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې، رسنیو د ایران د سوېلي ښارونو په بېلابېلو برخو کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی او راپورونه وایي چې د بندر عباس ښار دوه نښلوونکي او مواصلاتي پلونه، د دغه ښار د رېل پټلۍ یوه څانګه او د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي: "تاسو به ډېر ډېر ژر د دې هڅو پایله ووینئ" او "موږ د ایران پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کوو."
د ایران د هرمزګان والي ویلي چې نن سهار د جمعې په ورځ (۲۶ چنګاښ)، "د خمیر ولسوالۍ ۶ پلونه" د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
نور معلومات د بيبيسي پښتو پر وېبپاڼه لوستلی شئ.