د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي.

ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.

د نورستان د مرکز پارون ښاروال هم په دغو سېلابونو کې مړ شوی چې پرون یې مړی وموندلی شو.

د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۴" کسان مړه شوي دي.

د سیمې خلک وایي، کورنیو ته باید عاجلې مرستې ډېرې شي.