نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي

نورستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.

د نورستان د مرکز پارون ښاروال هم په دغو سېلابونو کې مړ شوی چې پرون یې مړی وموندلی شو.

نن د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې ورځې د خونړۍ سېلاب درېیمه ورځ ده، خو لا هم هلته د مړو او ورکو شویو کسانو کره او وروستی شمېر مالوم نه دی.

د لټون او ژغورنې عملیات لا دوام لري، خو د نورستان غرني موقعیت، کمو امکاناتو او د سې‌شنبې پر ورځ د یوه بل خو نسبتآ کوچني سېلاب راوتلو چارې سوکه او ټکنۍ کړې دي.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم د افغانستان ملي تلویزیون ته ویلي، چې پر لومړۍ ورځ د شاوخوا ۱۰۵ کسانو د بې‌درکه کېدو خبر ورکړی شوی و، خو سې‌شنبې مالومه شوه چې له دوی ډېر د سېلاب له راوتلو سره په هله‌ګوله کې لوړو سیمو ته ختلي وو او د اوبو له کمېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د ښاغلي صمیم په وینا د سې‌شنبې تر ماسپښینه د بې‌درکه کسانو شمېر ۲۳ ته راکښته شوی چې د دوی له ډلې د ۱۷ جسدونه هم موندل شوي دي.

خو نوموړی ټینګار کوي، چې دا د مړو او بې‌درکه کسانو وروستی شمېر نه دی او احتمال شته چې نور بدلون هم پکې راشي.

دی وايي‌ سېلاو ښايي داسې کسان هم وړي چې کورنیو یې تر اوسه د ورکېدو څه نه دي ویلي.

نوموړی د بېلګې په توګه نورستان ته د دوو ورغلو سېلانیانو یادونه کوي، چې جسدونه یې سې‌شنبه وموندل شول، خو کورنیو یې تر اوسه دوی سره اړیکه نه ده کړې.

هغه پر همدې ورځ له ویجاړیو د درېیو ټپیانو د را ایستل کېدو خبر هم وکړ، چې درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي ‌دي.

نورستان

د عکس سرچینه، Getty Images

فریدون صمیم له دې کبله د قربانیانو د شمېر د لوړېدو د احتمال اندېښنه ښيي، د نوموړي په وینا سېلاب ښايي پورته غرونه کې کان کېدونکي او له مرکز پارونه لاندې پرتو سیمو کې ځینې عام خلک وړي وي.

دغه سېلاب پر ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي‌ دي.

د څو دولتي دوانیو او تاسیساتو ترڅنګ شخصي هوټلونه، مارکېټونه، هټۍ، کورونه او موټرونه هم اوبو وړي یا نړېدلې دي.

د نورستان د والي ویاند وايي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې خلکو ته د شاوخوا ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

مرستندویه ادارو او سازمانونو سره بېړۍ ناسته

کابل کې مرستندویه ادارو سره بېړۍ ناسته

د عکس سرچینه، ANDMA

د عکس تشریح، سېلاب ځپلو سره مرستو لپاره د مرستندویه ادارو او نړیوالو سازمانونو له استارو سره بېړۍ ناسته شوې

هممهاله د طالبانو حکومت چارواکو سې‌شنبه کابل کې د ځینو نړیوالو سازمانونو، مرستندویه ادارو او موسسو له استازو سره د دې لپاره بېړنۍ ناسته کړې چې د نورستان سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې راټولې او ورسوي.

د طالبانو په حکومت کې پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره وايي، په دې ناسته کې د اغا خان بنسټ، اوچا، د خوړو نړیوال پروګرام، د ګډوالۍ نړیوال سازمان، یونیسېف او څو نورو سازمانونو او موسسو استازو ګډون کړی او د دوی چارواکو ترې غوښتي چې په ۷۲ ساعته کې دننه له خپلو امکاناتو سره سم له سېلاب ځپلو سره اړینې مرستې وکړي.‌

دوی د مرستو د ښه مدیریت او شفافیت لپاره د خپلمنځي همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

پېښو ته د چمتووالي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د دغو دارو او سازمانونو استازو هم "د خوراکي، غیر خوراکي، روغتیایي او لنډمهالې سرپناه" برخو کې د مرستو د چمتوالۍ ډاډ ورکړی دی.‌

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال پر خپله اېکس پاڼه له دغه عکس سره لیکلي چې هند په دغه سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ دی

د عکس سرچینه، @MEAIndia

د عکس تشریح، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال پر خپله اېکس پاڼه له دغه عکس سره لیکلي چې هند په دغه سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ دی

بلخوا دا اداره وايي، چې دوی پخپله هم سې‌شنبه نورستان او لغمان ته ۱۰۰۰ بورۍ غنم استولي دي.

هممهاله په کابل کې د هند سفارت هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره د یوه اندازه خوراکي توکو او خېمو مرسته کړې ده.‌